د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی، ځواکونو یې د اوکراین دونېتڅک او خارکیف سیمو کې پرمختګ کړی او تازه دوه نور کلي یې له اوکرایني ځواکونو نیولي دي.

د خبر له‌مخې، روسي ځواکونو یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړې په بیلابیلو جبهاتو کې تر ۱۰۰۰ زیات اوکرایني پوځیان هم وژلي دي.

اوکرایني چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څرګندونې نه‌دي کړي.

د یادونې وړ ده، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال له کب میاشتې راهیسې روانه ده، چې له امله یې د دواړو لوریو لسګونه زره پوځیان وژل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version