د لبناني رسنیو د راپورونو له مخې، د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو نن (دوشنبه، د چنګاښ ۱۶مه) د لبنان په بېلابېلو سیمو پراخ هوايي بریدونه کړي دي.

راپور زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې د لبنان بعلبک، عین قانا، صربا، الفوقا او د أرزی ښارګوټي شاوخوا سیمې هدف ګرځېدلي، چې درانه زیانونه یې اړولي دي.

تر اوسه د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو سیمه‌‌ییزو سرچینو د تلفاتو د احتمال خبره کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version