هندوکش‌غږ ته ځایي سرچینې وایي، د جنوبي پنجاب په دېره غازي خان ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ او طالبانو ترمنځ پرله‌پسې څو ساعته درنه جګړه شوې، چې له امله یې دواړو لوریو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه جګړه کې ځایي پولیسو او اربکیانو هم د پاکستاني پوځ ملتیا کړې، چې په ترڅ کې یې درنه مرګ‌ژوبله ور اوښتې ده.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، په دغه جګړه کې څلورو تنو پاکستاني طالبانو هم ژوند له لاسه ورکړی، چې دوه یې د یوې کورنۍ غړي وو.

د یادونې ده، چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونه په جنوبي پنجاب کې پراخ پوځي حضور لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version