د اسماعيل هنيه له شهادت وروسته د سپاه پاسداران انقلاب ايران سره تړلې رسنۍ فارس نيوز هره ورځ د خپل اخبار په لومړي مخ کې د ميزايلو، ډرون الوتکو او نورو شيانو انځورونه نشروي خو نن يې د ميزايلو او ډرون پرځای د اسراييلو د لومړي وزير د دفتر انځور نشر کړی.

د ايران د بهرنيو چارو وزير په نوي او تازه بيان کې ويلي چې اوس هم د شهيد هنيه د قتل د ځواب ورکولو اراده لري او د شنونکو په باور د ايراني رسنۍ له لوري د اسراييلو د لومړي وزير د دفتر انځور نشرول د ايران د ځواک او په اسراییلو د برلاسۍ څرګندونه کوي.

ايراني څېړونکي په دې باور دي چې ايران په دوحه کې د مذاکراتو کمزوري کېدل نغواړي ځکه د غزې ولس نور د جګړې تاب نه لري او اړتيا ده چې هلته د روان ناورين او وژنو‌ مخه ونيول شي.

په ورته وخت کې هندوکش غږ فکر کوي چې ايران يواځې د قطر او مصر د جګړې د درېدو هلو ځلو او غوښتنو ته ګوري، تر څو په قطر کې د روانو مذاکراتو پايله معلومه شي، که مذاکرات کامياب شول نو احتمال شته ايران له حملې تير شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version