هندوکشغږ له باوري سرچینو معلومات ترلاسه کړي، چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پر پوځي مرکز د افغان ځواکونو ډرون برید لس پاکستاني عسکر هلاک او پنځه نور ټپیان کړي دي.
سرچینو دا هم ویلي، چې دې برید کې ټپي شوي پاکستاني پوځیان د «سياېماېچ» په نوم روغتون ته لېږدول شوي.
ملي دفاع وزارت ویلي، اسلاماباد کې یې د حمزه په نوم د پاکستاني رژیم د یوه مهم پوځي مرکز قومنداني او تاسیسات په نښه کړي، چې له امله یې دښمن ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
