په ټول هیواد کې د امنیت تامینول

انسانان د یوې لویې او راټولې ډلې په توګه ټولنیز او ډله ایز ژوند ته اړتیا لري او دا په عمومي ګډون سره د ښار او هیواد پراخ مفهوم درک کوي.

دا چې دوی یو ځای او څنګ پر څنګ ژوند ته دوام ورکوي او په سوله ایزه توګه پر مخ ځي، په دې معنی چې دوی د یو بل نږدې کېدلو ته ترجیح ورکوي او یو بل سره اوسېدلو ته لومړیتوب ورکوي.

د داسې ګڼې ګوڼې جمعې لپاره د امنیت سره د خوندي ځای شتون یا رامینځته کول د ژوند لړۍ د دوام لپاره اړین دي؛ په همدې حال کې کله ناکله یا اکثره داسې پېښېږي چې یو شخص یا ډله د خلکو له سادګۍ او ناپوهۍ ګټه پورته کوي او د وېرې، وحشت او رعب په رامنځته کولو سره په زور، غلا او جبر لاس پورې کوي.

دوی په دې لا هم بسیاینه نه کوي او د دې اعمالو د ترسره کولو لپاره د هیڅ کار څخه لاس نه سپموي؛ خو هغه څه چې په دې ترڅ کې مهم دي د ټولنې خلکو ته درنه ضربه او د فردي او ډله ییزې سولې او هوساینې له لاسه ورکول دي.

دا ډول زړه بوږنوونکې او دردونکې پیښې د یوه ځواکمن او پیاوړي حکومت په نه شتون کې رامنځته کېږي؛ یو حکومت چې تر خپلې واکمنۍ لاندې ساحې په ټولو برخو کې فوق العاده کنټرول نه لري؛ په دغه ډول بې صاحبه فضا کې او پرته له دې چې مجرمین محاکمه شي، لوټماران او اختطاف کوونکي د جرمونو د تر سره کولو لپاره ډیر جرات پیدا کوي او د خلکو لپاره ژوند کول تنګ او محدودوي.

هغه پېښو او ناخوښه خبرونو چې په تېرو شلو کلونو کې يې د افغانستان په اسمان کې توره تياره جوړه کړې وه، اصلي لامل يې د امنيت او مصونيت نشتوالی وو؛ نه حاکمانو د حالاتو د کنټرولولو پوره واک درلود او نه هم چارواکو کې دې پراخې ستونزې د حل لپاره کومه هڅه یا عزم لیدل کېده.

همدا وجه وه چې د ستونزو جوړوونکو او ظالمانو په مظلومت او رنځوره خلکو رحم نه کاوه او په لرې پرتو، مواصلاتي لارو او کم تردده سيمو کې يې زياتې غلاوې او لوټمارۍ کولې او د کوم مظلوم یا بل چا د مقاومت ليدلو په صورت کې به يې د هغه د وژلو، ټپي کولو او بې عزته کولو لاس نه سپموه؛ له بلې خوا نه کومه مسووله اداره وه، نه کومې هلې ځلې او تعقیب کوم ځای ته رسېدل، او په خوښۍ سره به همداسې دوام ورکول کېده.

دا وضعیت د افغانستان په دومره لیرې زمانه کې نه و، بلکه مخکې له اسلامي امارت نه داسې وضعیت حاکم وو؛ د افغانستان خلک کلونه کلونه له دغه قیمتي نعمت څخه بې برخې وو او برعکس د دې سیمې ډیرې ستونزې او اندیښنې یې په ځان وزغملې او په خپلو مالونو او پیسو یې تاوان ورکړ.

امنیت د یوې منظمې او پرمختللې ټولنې له مهمو لومړیتوبونو څخه دی؛ لکه څنګه چې خدای پاک په قران کریم کې فرمایلي دي: (الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ) هغه ذات چې دوی یې په لوږه کې تغذیه کړل او له ویرې او [ناامنۍ] څخه یې خوندي کړل.” (قریش: ۴)په بل ځای کې یې فرمایلي دي: (وَ ضَرَبَ اَللّٰهُ مَثَلاً قَرْيَةً كٰانَتْ آمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهٰا رِزْقُهٰا رَغَداً مِنْ كُلِّ مَكٰانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اَللّٰهِ فَأَذٰاقَهَا اَللّٰهُ لِبٰاسَ اَلْجُوعِ وَ اَلْخَوْفِ بِمٰا كٰانُوا يَصْنَعُونَ)؛ او الله تعالی د یو داسې ښار مثال ورکړی چې هلته دوی په امن او امنیت کې وو او د هغوی لپاره خورا روزي وه؛ نو دوی د الله تعالی د نعمتونو ناشکري وکړه او په دې توګه الله د دوی د اعمالو په سزاء کې لوږه او وېره ورباندې وڅکله.

(نحل: ۱۱۲)په دې آيتونو كې په يوې مهمې او حساسې ټولنې د امنيت پر رول غږ شوى دى؛ په حقیقت کې د یوې ټولنې لومړنی جوړښت د ملي امنیت د شتون او حکومتدارۍ په رڼا کې جوړیږي؛ په ټولنه کې د امنیت نشتوالی د ټولنې په بدن کې یو عمومي عیب او ژوره خلا په ګوته کوي، یو مجتمع هیڅکله د امنیت پرته نه جوړیږي.

په دې وروستیو کې د اسلامي امارت تر بیرغ لاندې د هیواد په ټولو څانګو کې بشپړ امنیت تامین شوی او د هر ډول امنیتي ستونزو او وحشت اچونې مخه نیول شوې ده؛ ځکه د اسلامي امارت لومړۍ او ستره لاسته راوړنه په ټول هیواد کې د امنیت تامینول وو؛ خلک هيڅکله په دې فکر کې نه و چې دومره ژر به له دغو امنيتي ستونزو او مظلوميت څخه خلاص شي او توره شپه به يې د هيلو او ارمانونو په سهار روښانه شي.

اسلامي امارت دغه ارمان په حقیقت بدل کړ او دا تورې ورېځې یې د افغانستان له اسمانه لیرې کړې.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version