د افغانستان اسلامي امارت د غويي د اوومې او اتمې په اړه یوه اعلامیه خپرې کړې ده او ویلي یې دي چې هڅه کوو چې د لسگونو کلونو قرباني ضایع نه‌شي.

د اسلامي امارت په اعلامیه کې ویل شوي، ۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه نېټه څو تنو پردي پالو کمونېستانو په افغانستان کې کودتا وکړه او زموږ هېواد یې د یوې سترې جگړې او بدبختۍ اور ته ټېل واهه.: «د ثور د اوومې ورځې د جنایت له امله زموږ ولس سخت ځاني او مالي زیانونه وگالل او د خورا ډېرو بدمرغیو سبب شوه. خو لله الحمد زموږ مسلمان او مجاهد ملت د کمونېستي فکر او د هغوی د اعمالو پر وړاندې قیام وکړ او دا جهادي مبارزه، چې د سر اومال ډېرې قربانۍ په کې ورکړل شوې پوره، ۱۴ کاله دوام وکړ.»

په اعلامیه کې ویل شوي، د دې سختې او درنې مبارزې په لړ کې زموږ مسلمان او مجاهد ملت هم ډېر درانه تلفات وگالل، نږدې یونیم مېلیون افغانان شهیدان او مېلیونونه نور له بېلابېلو مشکلاتو سره مخامخ شول، چې بالاخره د کمونېزم شومې پدیدې او ورسره د وخت شوروي اشغالگرو زموږ په هېواد کې ماتې وخوړه او افغان مجاهد ملت وتوانېد، چې وروستۍ کمونېستي اداره را نسکوره او هېواد په بشپړه توگه ازاد کړي.: «د ۱۳۷۱ هـ ش د ثور ۸ نېټه بیا د افغان ملت د بري، ازادي او کامیابۍ ورځ ده، چې د افغان مجاهد ملت قربانیو نتیجه ورکړه او زموږ ولس او هېواد د کمونېزم له ښامار څخه نجات وموند. د افغانستان اسلامي امارت د ثور د ۷ مې نېټې کمونېستي کودتا او توره ورځ غندي او ورپسې د ثور د ۸ تاریخ لمانځي او د هېواد د آزادۍ ورځ يې بولي.»

په اعلامیه کې ویل شوي، دا چې زموږ هېواد وروسته له شل کلن جهاد څخه له یو بل اشغال څخه هم بیا آزاد شو، اسلامي نظام قایم شو، نو اسلامي امارت به خپله ټوله هڅه کوي چې د دې ملت د لسگونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره بیا ضائع نه‌شي او په هېواد کې د شهیدانو ارمان اسلامي نظام په بشپړه توگه نافذ وي، همدا ډول به هڅه وکړي، چې د افغان ولس د ټولو جهادونو آرمانونه لکه څنگه چې لازمه ده وپالي او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د افغانستان د آبادۍ او رفاه لپاره لا ډېره ښه زمینه مساعده کړي.

د یادونې وړ ده، له نن څخه ۳۲ کاله مخکې مجاهدینو افغانستان د کمونېزم له منگولو خلاص کړ او وروستی روسی عسکر له افغانستان څخه ووت.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version