نوین ساپی
د ثور اومه ۷ هغه توره ورځ وه چې افغانان د ویر په ټغر کېناستل او سر نوشت یې مسکو ته وسپارل شو.
د امپراتوریو قبرستان ( افغانستان) ته د نړۍ زبرځواک په هڅه کې شو ترڅو خپل فکري او عقیدوي مزي وغځوي، همغه و چې ډېری ځوانان يې په خپلو لومو کې راګیر کړل.
هیواد کې د خلق په نامه ګوند را منځ ته شو او په څرګنده ډول یې فعاليت شروع کړ، دې ګوند تبليغات پیل کړل، د شوروي اتحاد د هيلو پوره کولو لپاره يې افغان مظلوم ولس د تاريخ په ستر ناورين کې ښکېل کړ، د وخت په جمهور رئیس سردار داود خان يې په (۱۳۵۷) کال د ثور په اوومه کودتا وکړه، سردار داود خان یې له خپلې کورنۍ سره په ډېر ظلم او وحشت وواژه، له دې سره افغانان له سختو غمونو، کړاونو، برباديو، وحشتونو او ظلمونو سره لاس او ګریوان شو.
د شوروي اتحاد لاسپوڅو خپل ټول مخالفین په په ډلییز ډول ژوندي تر خاورو لاندې کړل او په دې مظلوم ولس يې هېڅ ډول رحم ونه کړ.
په نیمه شپه به يې علماء، محصلان، استادان، قومي مشران له خپلو کورو او ګرمو بسترو را پورته کړل، په داسې حال کې، چې د مېرمنې او وړو بچو چيغو او کوکارو به يې د شپې د فضا سکوت مات کړ، خو د هيچا پر زړونو به دې سويو نارو او چيغو تاثير نه کاوو، مظلوم پلار به يې په کشولو، کشولو خړ جيپ ته و خېژواه او د اګسا، کام او خاد تور زندان ته به يې واچول، کله به چې په زندان کې زندانيان زيات شول، زندان کې به نه ځاييدل، شفري امر به صادر شو، چې په دهمزنګ او پليګون کې پرې خاورې واړوئ.
پاتې میرمنو به یې خپلو بچیانو ته د پلار د راتګ نن په سبا وعدې ورکولې چې نن مو پلار جان راځي او سبا مو پلار جان راځي، دا خوارکیان خو به خبر نه ول چې پلرونه یې ژوندي ترخاورو لاندې شوي، يوازې دا غميزې نه بلکې د ثور کودتا او په افغانستان د شوروي يرغل افغانان داسې تبا او برباد کړل، چې عزت، ابرو، سياست، اقتصاد، امن، ژوند، خوشحالي او هر څه يې ورڅخه واخيستل، د ثور د اوومې له کودتا وروسته د افغانستان پر افق د ظلم او وحشت ورېځې را خپرې شوې، د کمونستانو د رژيم د امنيت ادارې په زرګونو بې ګناه انسانان ژوندي تر خاورو لاندې کړل، داسې ظلمونه يې وکړل، چې افغانانو يې مخکې کله تصور هم نه و کړی.
روسانومستقیماً په ۱۳۵۸ ل کال د جدي شپږمه په ګران هیواد افغانستان يرغل وکړ، ببرک کارمل یې په ټانګ سپور راوست او پر تخت یې کېناوه، له دې سره د ظلم، وحشت او بربریت لمن لا پراخه شوه.
د هیواد په غرب (هرات) کې د کمونستانو د زیات ظلم او زیاتي په خلاف هراتیانو قیام وکړ؛ دوی پسې له کندهاره د قوې يوه غټه برخه ټانګونه او زره پوښونه ولېږل شول، د هرات ښارته په ننوتو سره یې سم د واره قتل عام شروع کړ چې په نتيجه کې یې (۵۰۰۰۰) کسان شهيدان کړل او ځينې بیا دا (۲۵۰۰۰) یادوي؛ دې ته ورته روسانو ډېر ظلمونه وکړل، د هیواد په لر او بر کې يې په لکونو بمونه او ماینونه وکرل چې تر اوسه هم زمونږ یو شمېر هیوادوال یې قربانیان دي، همدا راز په لسګونو ډلیيز قبرونه وموندل شو چې په لسګونو بې ګناه افغانان پکې ژوندي له خاورو لاندې شوي و.
روسانو ویل چې د دوی د پوځ شمېر (۰۰۰ ۱۱۵) و، غربیان بیا وایي چې نه د دوی د پوځ شمېر( ۱۵۰۰۰۰) و، بلخوا بیا مجاهدينو دا شمېره ( ۲۰۰۰۰۰) ښودلې چې ، د دې له ډلې ټول وژل شوي عسکر یې ( ۱۴۴۵۳) تنه ښودل شوي، چې ( ۹۵۰۰) يې په جنګ کې ( ۴۰۰۰) د زخمونو له امله او باقي ( ۱۰۰۰) تنه په بمباریو کې وژل شوي، او د ټپیانو شمېر يې ( ۵۳۷۵۳) تنه او ( ۳۱۲) تنه يې تري تم شوي دي، همدا راز ( ۱۰۰ ) تنه ملکيان هم پکې وژل شوي دي.
له دې علاوه د کمونیست رژیم د وژل شو عسکرو شمېر ( ۱۸۰۰۰ ) تنه ښودل شوي دي، د دوی په مقابل کې د مجاهدینو د شهیدانو شمېر ( ۷۵۰۰۰) تر (۹۰۰۰۰ ) پورې ښودل شوي دي.
د مالوماتو له مخې د ملکي تلفاتو شمېر په احتمالي ډول له شپږ لکه تر دوه ميليونه پورې دی او تقريباً درې ميلیونه زخميان شوي دي، پنځه ميليونه له افغانستان نه بهر ته مهاجر شوي دي او دوه ميليونه په داخل کې په زور هجرت ته اړ شوي دي.
د روسانو له يرغل وروسته افغان ولس په سپېڅلي جهاد لاس پورې کړ، د نړۍ مسلمانانو له افغانانو سره مالي او ځاني همکارۍ وکړې، مجاهدينو عملاً د روسانو او کمونستانو پر ضد وسلواله مبارزه شروع کړه، د يو اسلامي نظام، سولې او اشغال پای ته رسېدو په تکل يې له هېڅ ډول قربانۍ مخ ونه ګرځاوه.
بیا داسې یوه ورځ راورسېده چې د شورويانو نړيواله امپراطوري د بې وسه افغانانو په لاس دړې وړې شوه، د کمونېزم او سوسيالېزم مفکوره په نړۍ کې له ماتې سره مخ شوه او مجاهدين د ثور په اتمه کابل ته ننوتل ټولې اسلامي نړۍ د خوشاليو جشنونه ولمانځل.
پخوانی شوروي چې د خپل زور او ځواک په اوج کې وو، له افغانستان د مخه پنځلس ځواکمن هیوادونه تر خېټې لاندې کړي وو، چې په دې کې د المان د ځواکمن دیکتاتور ادولف هیټلر ماته هم شامله وه.
په ۱۳۵۸ کال د جدي پر شپږمه شوروي اتحاد په هیواد يرغل وکړ، شاوخوا ۹ کاله او ۵۳ ورځې په افغانستان کې پاتې شول، او په ۱۳۶۷ کال د د لوې په (۲۶) مه په ټېټو سترګو وتښتېدل.