د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د جنګېدونکي سازمان «اسلامي جهاد» د پوځي څانګې (سرايا القدس) وياند ابو حمزه ويلي، چې صهیونیستي رژیم له فلسطیني بنديانو سره غير انساني او وحشيانه چلند کړی.

نوموړي وړاندې ویلي چې: «له اسرائیلي بنديانو سره زموږ چلند او له فلسطيني بنديانو سره د اسرائیلو له چلند څخه ښکاري چې چا انساني او چا غير انساني چلند کړی دی.»

ښاغلي حمزه، د ټولې نړۍ د بشر حقونو پر مدافعيونو او په ځانګړي ډول امريکا ته په خطاب کې ويلي، چې پر صهیونیستي رژیم فشار راوړي تر څو ټول فلسطیني بنديان خوشې کړي. د نوموړي په وینا، امریکا بايد د صهیونیستي رژیم پر وحشتونو او ظلمونو سترګې پټي نه‌کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version