اسوشیټيډ پرس خبري اژانس خبر ورکړی چې د روسیې په لویدیځ کې یوه فابریکه چې د ډرون جوړولو وړتیا هم لري هڅه کوي د جعلي ډرونونو په جوړولو سره د اوکراین نظامي مهمات ضایع کړي.

د اسوشیټیډ پریس په وینا، دا ډرونونه چې په بشپړه توګه له اصلي ډرونونو سره ورته دي په‌ منځ کې یې د چاودېدونکو توکو پرځای سپنج او نور عادي توکي کارول شوي چې رادار یې د تفکیک وړتیا هم نه‌لري، نو له همدې امله اوکراین اړ دی چې محدود مهمات وکاروي چې په سختۍ سره یې له لویدیځ شریکانو څخه ترلاسه کړي.

اسوشیټیډ پریس، د یوې پټې سرچینې په حواله لیکلي چې دا فابریکه اوس مهال د خپل تولید ۷۵ سلنه د جعلي ډرونونو چمتو کولو ته ځانګړې کړې ده.

د اسوشیټیډ پرس د معلوماتو له مخې دا مهال روسیه پر اوکراین ۷۰ سلنه ډرونونه جعلي توغوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version