په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره(اوچا) وايي، اسټرالیا له افغانستان سره ۲.۶ مېلیونه ډالر مرسته کړې ده.
یادې ادارې پر خپلې اېکسپاڼه لیکلي: دا پیسې په افغانستان د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې دي.
یادې ادارې ویلي، اسټرالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره تر اوسه څهباندې ۷۴ مېلیونه اسټرالیايي ډالرو مرسته کړې ده.
د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره(اوچا) په ۲۰۱۴ز کال کې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړی، چې تر اوسه یې تر یو مېلیارد ډېره مرسته تر لاسه کړې ده.
په افغانستان کې اوږده جگړه، د څو کلونو مخکې سخته وچکالي، د مېلیونونو کډوالو جبري راستنول، بېکاري، طبیعي پېښې او لسگونه نور هغه لاملونه دي، چې مېلیونونه افغان وگړي یې مرستو اخیستو ته مجبوره کړي دي.
که څه هم د اوسني حکومت له لوري له ناچارو افغان وگړو سره پرلهپسې مرستې کېږي؛ خو لا هم مېلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړ دي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې افغانستان د نړۍوالې ټولنې له لوري په حاشیه کې پاتې شوی، چې دې چارې هم د خلکو په ژوند منفي اغېز کړی دی.