رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې زرګونه اسټرالیایي وګړي د غزې د جګړې او دوامدارې محاصرې پر ضد سړکونو ته راوتلي او د سولې د ژر تر ژره ټينګښت او فلسطینیانو ته د بشري مرستو د لېږلو غوښتنه یې کړې ده.

سرچينه وايي، دا پراخ لاریون نن یک‌ شنبه په سيدني‌‌ ښار د مشهور پله‌ په سر ترسره شو او لاریون کوونکو د غزې د سختې لوږې د سمبول په توګه له ځان سره دېګونه او نور د خوراکي توکو پخولو وسايل لېږدول.

غزه کې د لوږې او قحطۍ له شدت سره هممهاله د اسټراليا په ګډون په ګڼو نورو هېوادونو کې هم لاريونونه شوي او د اسرائيلي رژيم له لوري د يرغل پای ته رسولو او محاصرې ماتولو غوښتنې یې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version