د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د روان کال په چنګاښ میاشت کې څلور زره او ۴۶ بهر مېشتو هېوادوالو ته د تابعیت پېژندپاڼو غیر حضوري خدمتونه وړاندې شوي دي.
د یادې ادارې د خبرپاڼې لهمخې، له دې شمېرې ۱۱۵۱ د نویو کاغذي پېژندپاڼو د وېش، ۳۶۰ د مثنی پېژندپاڼو د وېش او ۲ زره او ۵۳۵ نور یې اصلاحي خدمتونه دي.
دغې ادارې زیاته کړې، چې همداراز په دې موده کې په کابل ښار کې ۱۰۵۴ هېوادوالو ته نوې او ۱۰۳۳ کسانو ته مثنی کاغذي پېژندپاڼې وېشلې او تر څنګ یې ۱۱ زره او ۹۶۲ کسانو ته په حضوري بڼه د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي دي.