الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم پارلمان پرېکړه کړې، چې په اشغال شوي قدس کې د دغې رسنۍ دفترونه په دایمي ډول وتړل شي.

وړاندې تر دې یاد رژیم په لنډمهالي توګه اشغال شوي فلسطین کې د یادې رسنۍ خپرونې او دفترونه تړلي وو.

ویل شوي، د الجزیرې د دفترونو وسایل به مصادره او خپرونې به یې په اشغال شوي فلسطین کې د تل لپاره منع شي.

صهیونیستي چارواکو له قطره خپرېدونکې الجزیره خبري شبکه تورنه کړې، چې د دوی پر ضد تبلیغاتو کې ښکلېه ده، خو یادې رسنۍ دغه تورونه رد کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version