د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د پارلمان او ایالتي اسمبلۍ د ۴۱۱ رایو په ګټلو سره د پاکستان د ۱۴م ولسمشر په توګه وټاکل شو او د ښاغلي زر داري سرسخت سیال او د عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په دې ټاکنو کې د ۱۱۹ رایو په اخیستلو سره له ماتې سره مخ شو.

ښاغلی زرداري له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د پاکستان ولسمشر و.

د دې هیواد د اساسي قانون له مخې ولسمشر د پنځو کلونو لپاره دنده ترسره کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې ټولټاکنې د تېرې فبرورۍ میاشتې پر اتمه وشوې، چې پکې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ملاتړو د ۹۲ څوکیو په ګټلو سره تر نورو ګوندونو مخکې وو، خان دا ټاکنې له درغلیو ډکې ګڼي او د پلټنو غوښتنه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version