د «افغانستان انټرنېشنل» په نوم رسنۍ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ داسې خبرونه خپاره کړي چې په ټولو کې د پاکستان د دریځ ملاتړ شوی او د افغان ولس پر وړاندې یې د پاکستاني پوځ د تېري د توجیه هڅه کړې ده.
دې تبليغاتي رسنۍ په يوه خبر کې ليکلي «پاکستاني رسنيو راپور ورکړی، چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې ۸۸ تنه «ترهګر» وژلي» افغانستان انټرنېشنل دا خبره د پاکستان د رسمي اعلامیې په ډول خپره کړې او پرته له دې چې وپوښتي دا جګړه د افغانستان په خاوره کې روانه ده او وژل شوي کسان ملکي وګړي دي که نه؟
دې شبکې په يوه بل خبر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سختو څرګندونو ته انعکاس ورکړی او لیکلي یې دي «د پاکستان پوځ ویاند د طالبانو کړنې غندلي او د هېواد د خاورې پر ضد بریدونو ته یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده» دا رسنۍ د افغان حکومت پر ضد د پاکستاني لوري نیوکه تکراروي؛ خو پر افغانستان د پاکستان د تېري او بمبارد په اړه هېڅ نه وايي.
افغانستان انټرنېشنل په يو بل راپور کې لیکي «د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړې دا پوښتنه راولاړه کړې چې دا شخړه د پاکستان او افغانستان ترمنځ ده که یوازې له طالبانو سره؟» انټرنېشنل په دا ډول عبارت سره د جګړې ماهیت مبهم کړی او په ښکاره ډول یې د پاکستان د تبلیغاتي دریځ ملاتړ کړی دی.
انټرنېشنل د يو بل خبر په عنوان کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي «اسلاماباد غواړي له طالبانو سره شخړه د خبرو او مذاکرې له لارې حل کړي» دا تبليغاتي رسنۍ په دې عنوان کې داسې انګېرنه ورکوي لکه پاکستان چې د سولې پلوی وي او افغان حکومت د جګړې.
دې رسنۍ په يوه بل خبر کې ويلي «د پاکستان پوځ ویاند په جګړه کې د افغان ځواکونو د چلند او د وژل شويو پوځيانو له جسدونو سره د هغوی د سلوک په اړه سختې نيوکې کړي» افغانستان انټرنېشنل دا جمله په احساساتي بڼه خپره کړې، خو د هغو افغان ماشومانو او ښځو د جسدونو په اړه هېڅ نه وايي چې د پاکستاني پوځ په بمبارد کې شهيدان شوي.
انټرنېشنل همدا راز يو بل خپور کړي خبر کې ليکلي «سرچينې وايي، چې شهباز شریف د جمعې په ورځ له درې ایالتي وزیرانو، لوړپوړو پوځیانو او کابینې سره بیړنۍ غونډه کړې ده» دا خبر په داسې ډول وړاندې شوی چې ګواکې پاکستان د دفاع په حالت کې دی، نه د تهاجم.
افغانستان انټرنېشنل همدا راز د «نعیم پویش» په نوم د يوه کس له قوله لیکي «طالبان د پاکستان ضد سیاست او له هند سره د دوستۍ تاکتیک تعقیبوي» د دې رسنۍ دا څرګندونې نشرول د پاکستان د تبلیغاتي جګړې یوه برخه ده چې هڅه کوي افغانان د هند د نیابتي ځواک په توګه معرفي کړي.
په بل ځای کې بيا د «حسن علي عدالت» په نوم د يوه شخص له قوله ویل شوي «د طالبانو کړنې د هزاره ګانو پر وړاندې د کرکې او تبعیض پر بنسټ دي» د دې تعصب خپروونکې رسنۍ دا جمله د جګړې له اصلي ماهیته انحراف کوي او د پاکستاني تجاوز پر ځای د قومي احساساتو موضوع راپورته کوي.
افغانستان انټرنېشنل بل ځای لیکي «د داعش خراسان ډلې هند ته د مولوي امیرخان متقي سفر ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې طالبان د کفارو له جبهې سره یو ځای شوي» انټرنېشنل دلته هماغه پاکستاني تبلیغاتي روایت خپور کړی، چې غواړي افغان حکومت د هند او لویدیځ له ملاتړ او اړيکو لرې او کمزوری وساتي.
دې رسنۍ په يوه بل خبر کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف له خولې ویلي «د طالبانو له اړخه د کړکېچ ترڅنګ د هند له لوري د برید امکان هم شته، او پاکستان له دواړو لوريو سره د مقابلې بشپړ چمتووالی لري» افغانستان انټرنېشنل دا څرګندونې پرته له پوښتنې خپرې کړې چې ولې پاکستان د درېیم هېواد د نوم په يادولو پر افغانستان خپل بمبارد او تېری توجیه کوي.
افغانستان انټرنېشنل په يوه بل راپور کې د یوه پاکستان پلوي نظر خپور کړی چې وايي «طالبان دې پاکستان ته د برید کولو پلمه نه برابروي او د افغانانو د وژنو سبب دې نه کېږي» دې رسنۍ په دې راپور سره بیا هم د قرباني د ملامتولو هڅه کړې ده.
«افغانستان انټرنېشنل ته سرچينې وايي، چې پاکستان په یوه اوونۍ کې دوه ځله پر کابل بمبار کړی او لسګونه کسان یې وژلي او ټپیان کړي» دا د انټرنېشنل د خبر متن دی؛ په سرلیک کې یې بيا د دواړو لوریو ترمنځ «نښتې» يادې کړي څو د پوځي رژیم ښکاره تېری توجيه کړي.
په يوه بل ښکاره دروغ خبر کې دا شبکه وايي «د طالبانو مخالفو دوو جبهو په کندز کې دوه چارواکي له منځه وړي» انټرنېشنل د دې ډول راپورونو په خپرولو سره هڅه کړې چې د جګړې په وخت کې د خلکو رواني ثبات له منځه يوسي.
افغانستان انټرنېشنل په بل خبر کې لیکلي «شهباز شریف طالبان تورن کړي چې د هند په امر یې پر پاکستان بریدونه کړي او دا بریدونه هغه مهال شوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په هند کې و» دا جمله د پاکستان د استخباراتي ادارو د تبلیغ مستقیم تکرار دی چې ښايي انټرنېشنل یې د هغوی په امر وايي.
دغې شبکې همدا راز ليکلي «د طالبانو د انزوا او ناتوانۍ له امله له پاکستان سره څلور ورځنۍ جګړه د ۴۸ ساعته اوربند په اعلان سره پای ته رسېدلې» په دې خبر کې هڅه شوې چې افغانستان کمزوری وښيي حال دا چې تر ټولو ډېر تلفات پاکستان ته واوښتل او د اوربند غوښتنه هم هغوی وکړه.
افغانستان انټرنېشنل بل ځای پوښتنه راپورته کړې چې «آیا طالبان به د هند نیابتي ځواک وګرځي که نه؟» دا پوښتنه هماغه تبلیغاتي طرحه ده چې پاکستان یې د خپلو بریدونو د توجیه لپاره خپروي.
انټرنېشنل د يوه بل خبر په عنوان کې ويلي «که څه هم جګړه د موقتي اوربند له لارې درېدلې، خو خلک اندېښمن دي چې ښايي جګړه بېرته پیل شي او د افغانستان ښارونه د پاکستان د بمبارد له خطر سره بیا مخ شي» دلته یې بیا هڅه کړې چې د افغانستان خلک اندېښمن کړي، له جګړې یې وډار کړي او پاکستان پر افغانستان پياوړی وښايي.
په ټوله کې ويلی شو، چې د افغانستان انټرنېشنل په نوم پروژهيي رسنۍ چې له نوم سره یې افغانستان ليکلی، خو د محتوا له مخې د پاکستان د تبلیغاتي ماشین برخه ښکاري.
دا رسنۍ د دې پر ځای چې د افغانستان د ولس غږ شي، دا د اسلاماباد د استخباراتي ادارې غږ ګرځېدلې او ويلی شو چې «افغانستان انټرنېشنل» نه، بلکې «پاکستان انټرنېشنل» ده.