وروسته تر هغه چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد سیاسي واک له اشغالګرو ځواکونو او د هغوی له څنګلورو بنسټونو بېرته ترلاسه کړ، د سیاسي بیدارۍ او متوازن بهرني سیاست په خپلولو سره یې وکولای شول چې د افغانستان د منزوي کولو له هڅو سره سره، په لنډ وخت کې له سیمه‌ ییزو او تر دې ورهاخوا هېوادونو سره اړیکې ټینګې او افغانستان یو ځل بیا د یوه خپلواک، با ثباته او واقعي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه، خپل سیاسي موقعیت په نړیواله کچه تثبیت کړي.

د همدې تګلارې په چوکاټ کې د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې د دیپلوماتیکو همکاریو نوي پړاو ته داخلې شوې دي. په دې وروستیو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې چمتو دی د افغانستان سفارت د اوسني حکومت رسمي استازي ته وسپاري، ورپسې «نوراحمد نور» د افغانستان د اسلامي امارت د رسمي استازي په توګه نوي ډهلي ته ولېږل شو.

په مقابل کې د افغانستان د اوسني حکومت یو شمېر مخالفو سیاسي کړیو د دې اړیکو له پراخېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې او نیوکې یې پرې کړې دي. د دې منتقدینو په منځ کې د جمهوریت له بدنامو څېرو څخه یوه هم فوزیه کوفي ده.

فوزیې کوفي پر نوي ډهلي د نیوکې په توګه ویلي، «طالبانو ته مشروعیت ورکول په افغانستان کې دیموکراسي او د بشر حقونه کمزوري کوي». نوموړې همدا راز ویلي چې «له ځواب ویلو پرته دیپلوماتیک تعامل د ځپلو لړۍ پیاوړې کوي».

کوفي په داسې حال کې پر هند نیوکه کوي چې نوي ډهلي د نړیوالو دیپلوماتیکو اړیکو په ډګر کې د یوه باخبره هېواد په توګه پېژندل کېږي او د نړیوال سیاست واقعیتونه تر بل هر لاسپوڅي او ځان‌ پلورونکي ښه درک کوي.

هند د نړیوال سیاست د یوه مهم او هوښیار لوبغاړي په توګه، د افغانستان او سیمې د شته واقعیتونو په پام کې نیولو سره پرېکړه کړې چې له کابل سره عملي، مسؤلانه او پر واقعیتونو ولاړې دیپلوماتیکې اړیکې وپالي. د هند له لیدلوري، هغه نظام چې دا مهال په کابل کې واکمن دی، په افغانستان کې د قدرت او حاکمیت د رښتیني جوړښت استازولي کوي؛ له افغانستان سره د هر ډول مسؤلانه تعامل لپاره د دې سیاسي واقعیت له منلو پرته بله چاره نشته.

هند د سیاسي نظامونو او ټولنیزو ارزښتونو د توپیرونو په درک سره، پوهېږي چې د افغانستان حقوقي او کلتوري جوړښت له حاکمیت او قانون څخه د اسلامي برداشت پر بنسټ ولاړ دی؛ هغه فهم او تفسیر چې په چوکاټ کې یې د ټولنې د ټولو پوړکیو، لږکیو او قومونو حقونه، د غربي دیموکراسۍ د نمونو له مخې نه، بلکې د همدې اسلامي فهم پر بنسټ خوندي کېږي. له همدې امله نوي ډهلي له دې واقعیتونو د انکار پر ځای، د تعامل او خبرو اترو لاره غوره کړې ده.

د افغانستان له حکومت سره د هېوادونو اړیکې څرګندوي چې ډېری هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې د خبرو اصلي لوری او د افغان ولس عملي استازی همدا اوسنی حکومت دی. همدارنګه دوی په ډېره ښه توګه درک کړې، هغه کسان چې له کابل سره د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو مخالفت کوي، د افغانستان د رښتینو استازو په توګه نه، بلکې تر ډېره د نړیوالو قدرتونو له استخباراتي کړیو سره په تړاو درلودلو پېژندل کېږي. له همدې امله، هېوادونو له افغانستان سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې ډیرې کړې او دا تعاملات ورځ تر بلې پراخېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version