محمد فیصل

افغانستان په نړۍ کې په وچه ایسارو هېوادونو کې شامل دی چې په بهرنۍ سوداګرۍ کې تر ډېره په پاکستان متکي پاتې شوی دی.خو پاکستان بیا تر ډېره له افغان سوداګرو سره سم چلند کړی نه دی او ډېر کله یې د دې پر ځای چې سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته کړي، ستونزې یې رامنځته کړي دي.همدا لامل دی چې په افغانستان کې د نوي حکومت له راتلو وروسته د ایران چابهار له لارې سوداګرۍ ته د پراختیا ورکولو هڅې زیاتې شوي دي.د دې موخې له پاره د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ډېرې هڅې کړي دي.څو میاشتې وړاندې ملا برادر د همدې موخې له پاره چابهار ته ولاړ او هوکړه لیکونه یې لاسلیک کړل.پرون د همدې هوکړه لیکونو د تنفیذ او پلي کولو له پاره یو بل پلاوی ایران ته تللی دی.پرون افغان پلاوي د افغانستان له پاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په موجودیت کې په چابهار کې د ۳۵ میلیونه ډالرو پانګونې اعلان وکړ.د چابهار د بندر له لارې د افغانستان سوداګر ډېرې ګټې ترلاسه کوي.تر ټولو مهمه یې دا ده چې افغان سوداګر پر پاکستان له تکیې خلاصوي او هغه مالونه چې کراچۍ یا تورخم بندر کې د پاکستاني چارواکو له لوري وخت نا وخت کله په یوه او کله په بله بهانه ځنډېږي، دغه مهمه ستونزه چابهار حلوي.دویمه ګټه یې دا ده چې افغان سوداګر د چابهار له لارې د اروپا، منځنۍ اسیا، چین او هند مارکیټونو ته لاسرسی مومي.پاکستان هر وخت له خپلې خاورې افغان مالونو ته هند ته د تېرېدو په مخکې خنډونه جوړوي. خو چابهار کولی شي دغه ستونزه په اسانۍ حل کړي.نړۍ کې د اوبو له لارې سوداګري تر ټولو اسانه او ارزانه پریوځي. د اوبو سوداګرۍ سره افغان سوداګر کولی شي چې په لږ وخت او ارزانه بیه خپل مالونه نړیوالو مارکیټونو ته ورسوي.افغان حکومت سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو له پاره هڅې کوي او د دې له پاره یې ایران سره اړیکې پراخې کړي دي.د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد موده مخکې په یوه مرکه کې ویلي وو، افغان سوداګر باید په یو هېواد او یوه لار تکیه و نه کړي.

۱ څرگندون

  1. ډاکټر وکیل احمد سعیدزاده on

    د اسلامي نظام قیام او د طاغوتي نظام زوال
    لیکوال: ډاکټر وکیل احمد “سعیدزاده”

    دوې لسیزې وړاندې د نړۍ زبرځواک د افغانستان په پاکه خاوره یرغل او تجاوز وکړ، قائم اسلامي نظام یې ړنګ او په ځای یې خپل لاسپوڅی او منحوس رژیم ځای ناستی کړ.
    د افغانانو د خپلواکۍ په وړاندې یې اجیر پوځونه تقویه او وروزل، د فرعوني طاقت سره د درستې ناټو هیوادونو پوځي او مالي ملتیا وکړ،
    د هیواد ځمکه او فضا د اشغال تر چتر لاندې شوه.
    جهادي حرکتونه خاموش شوه، د یرغلګرو په خلاف چا آواز نه شو پورته کولای،
    له څه مودې وروسته یو څو خدای پرستو رجالو د تکبیر ملکوتي نعرې پورته کړي او د ستر ښامار په وړاندې یې د وسلوال جهاد اعلان وکړ.
    دا وخت د امریکا سره ډغره وهل د غره سره سر جنګول و،
    د ناصر خدای په نصرت د دې پر ځای چې دا ډله وځپل شي لا ځواکمنه شوه.
    د هیواد هر غر او هره دره د اشغال په وړاندې محکم سنګر شو، یرغلګرو ته دا ځمکه سره تبۍ شوه،
    د استشهادیانو د قوي ایمان او مورال په مټ یې هره لاره او کوڅه په وینه رنګ شوه، تر خپلو ځالو محدود شوه او آن هلته یې هم قرار نه درلود.
    ورو ورو د هیواد د لویشت لویشت ځمکې څخه یې شاتګ کاوه، په پای کې یوازي تر خپلو هډو محدود شول؛
    د مادیاتو په زور راغلي نړۍ د مذاکراتو په نوم د خپل ماتي او زوال اعلان وکړ.
    خبرې اترې ورسره وشوي او د یوه تړون پر بنسټ یې ځواکونه و ایستل شوه، غلامان و بښل سوه، د پردیو پر اوږه سپور نظام یې و نړید او پر ځای یې اسلامي نظام قائم شو.
    موږ د دې سترې بریا مبارکي و ټول اولس خاص د شهیدانو کورنیو، مجاهدینو، مهاجرینو او بندیانو ته وایو او الله تعالی ته سوال کوو چې د دې راغلی اسلامي نظام په دوام او استحکام مو ونازوي.

    ‎#DohaAgreement
    ‎#حوت10

ځواب پریږدئ

Exit mobile version