نوین ساپی

فرحان حق د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند تېره ورځ رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې د نن ورځې غونډه مهمه بللې، وایي چې (د امنیت شورا لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار ملاتړ خورا مهم دی.)) نوموړي ویلي چې تمه ده په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو او په دوحه کې د تېرې اوونۍ د غونډې په اړه خپل راپور او وړاندیزونه وړاندې کړي. سرپرست حکومت، لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی و، او ویلي یې و، چې دمګړی دې ډول اقدام ته هیڅ ضرورت نه لیدل کېږي. د قطر په دوحه کې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸ او ۱۹ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو په غونډه کې بحثونه وشول، خو بې نتیجې پای ته ورسېده. د تېرې غونډې په پای کې انتونیو ګوتېریش ویلي وو چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی به نه یواځې د همغږي رول مخته وړي؛ بلکې د سرپرست حکومت له چارواکو سره به له نږدې د ټولې نړۍ په استازولۍ بحثونه کوي. په ورته مهال چین، روسیه او ایران د هغو هېوادونو له ډلې وو چې د دغه استازي له ټاکلو سره یې موافقه نه وه کړې. فریدون سینیرلي اغلو تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه کار کړی دی. نوموړي د افغانستان د وضعیت په څارنې سره خپل وړاندیزونه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره شریک کړل. امريکا، برېتانيا، اروپايي ټولنې او د يو شمېر نورو هېوادونو په ګډون لوېديځ هېوادونه له سر سرپرست حکومت څخه ځانګړې غوښتنې لري چې باید ومنل شي. سرپرست حکومت اروپایي ټولنې او غوښتونکو هیوادونو ته په خطاب کې ویلي، ښځو او نجونو ته يې د شريعت پر اساس حقوق ورکړي، له ترهګرۍ سره مبارزه کوي او حکومت يې ټول شموله دی. خو په ملګرو ملتونو کې د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالف یو ځکه چې بیا د هیواد په داخلي چارو کې د لاسوهنې باعث ګرځي

ځواب پریږدئ

Exit mobile version