د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې له افغانستان څخه د ۱۵ میلیونه او ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته غالۍ صادرې کړي.
د ښاغلي جواد په خبره د غالیو ډېره برخه پاکستان، اسټرالیا، ایران، ترکیې، ترکمنستان، ازبکستان، جرمني، هالنډ، امریکا، کاناډا، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي.
د یادونې وړ ده، د سرپرست حکومت له بیا ځل حاکمیت وروسته له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.