د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غونډې ته په وینا کې ویلي، چې افغانستان د یاد سازمان د راتلونکې ناستې د کوربهتوب لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، ښاغلي عزیزي خپلو خبرو کې افغانستان لپاره د ایکو سازمان په اهمیت او د سیمې څلور لارې په توګه د هېواد جغرافیایي موقعیت رول تشریح او سوداګریزو او ټرانزیټي پروژو کې یې د افغانستان پر فعالې همکارۍ او چمتووالي ټینګار کړی.
د یاد وزارت په وینا، د اقتصادي همکاریو سازمان ناسته کې افغانستان د سوداګرۍ ودې، ټرانزیټ اسانتیاوو او بهرنۍ پانګونې جلب برخو کې د غړو هېوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړی.
د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) یو سیمهییز اقتصادي سازمان دی، چې موخه یې د لس غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا ده.
