ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عراقچي په يوه رسمي سفر د فرانسې پلازمېنې پارېس ښار ته رسېدلی دی.

سرچينه وايي، عراقچي له خپل فرانسوي سيال «ژان نویل بارو» سره د ايران د اټومي پروګرام او د ايران او اروپا ترمنځ په اړيکو بحث او خبرې کړي.

د معلوماتو له مخې نوموړي همداراز، د وینزویلا او نورو هېوادونو پر وړاندې د امریکا مغروره رویه غندلې او ویلي یې دي، چې دا د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version