افغانستان لپاره د پولنډ هېواد ځانګړي استازي ویتالد سابکو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره کتلي.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سیاسي او اقتصادي همکاریو، اروپا کې د افغان کډوالو د ستونزو او ځینو سیمهییزو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
مولوي امیرخان متقي ویلي، چې د افغانستان او پولنډ ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا لپاره باید د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ اړیکې زیاتې شي.
له بل لوري، د پولنډ ځانګړي استازي د ټول هېواد په کچه د امنیت د ټینګښت او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاستهراوړنې ستایلي او ویلي یې دي، چې هېواد یې افغانستان کې پر اقتصادي پانګونې غور کوي.