د یمن د دفاع وزیر محمد العاطفي ویلي، چې ځواکونه یې بشپړ چمتو دي ترڅو د صهیونیستي رژیم پر ضد خپل عملیات نور هم پراخ کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې چارې موخه د غزې محاصرې ختمول او صهونیستي رژیم ته د لانورو زیانونو اړول دي.
د یمن دفاع وزیر محمد العاطفي ټینګار کړی، چې یمني ځواکونه هر مهال د بالسټیک توغندیو او ډرون بریدونو د ترسره کولو ستراتیژیکه وړتیا لري.
د یادونې ده، چې همدا تېره شپه هم د غزې په ننګه له یمن څخه پر صهیونیستي اسرائیلو د هایپرسونیک توغندي برید شوی، چې له امله یې د دغه رژیم بنګورین هوایي ډګر تړل شوی او میلیونونه صهیونیستان له وېرې پټنځایونو ته تښتېدلي دي.