د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د ملا عبدالغني برادر په حضور کې د اوبو او انرژۍ وزارت او «عزیزي انرژي» خصوصي شرکت ترمنځ د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید، لېږد او ویش هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک پرمهال د «عزیزي انرژي» خصوصي شرکت عمومي رئیس میرویس عزیزي ویلي،‏ چې د سرپرست حکومت په همکارۍ او ملاتړ د دې پانګونې لپاره قوي هوډ او پوره ژمنتیا لري چې سر له سبا به یې عملي چارې پيل شي.

«عزیزي انرژي» خصوصي شرکت به د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ګازو، ډبرو سکرو، اوبو، باد او لمر څخه لس زره میګاواټه برېښنا تولید کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت زیاته کړې، چې په دې سره به له اوه تر ۱۰ کلونو په اوږدو کې افغانستان د برېښنا تولید په برخه کې بشپړې خودکفایۍ ته ورسېږي او ان بهرنیو هېوادونو ته به هم برېښنا صادره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version