د اوبو او انرژۍ وزارت او «عزیزي ګروپ» ترمنځ د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید هوکړې د لاسلیکولو په مراسمو کې ملي پانګهوال میرویس عزیزي ویلي، چې په افغانستان کې د سیاسي موقف په لټه کې نه دی او یواځنۍ موخه یې د هېواد د صنعت او اقتصاد پرمختګ او د هېوادوالو سوکالي ده.
د نوموړي په وینا:«نن یوه تاریخي ورځ ده، راتلونکي نسلونه به ویاړي چې په دغه ورځ په هېواد کې د پرمختګ په لور مهمه دریڅه پرانیستل شوې وه.»
عزیزي زیاته کړې، چې د برېښنا انرژۍ په دغو پروژو کې به ۱۵۰زره افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.