د افغاني غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې خبر ورکړی، چې د غالیو یوه افغاني شرکت د ترکیې د استانبول په دوموټېکس نړیوال نندارتون کې د کلاسیک ډيزاین په برخه کې لومړی مقام خپل کړی دی.

سرچینې ویلي، چې په دې دوه ورځني نندارتون کې ۱۹ هېوادونو ګډون درلوده، چې د ترکیې په استانبول کې پرانېستل شوی و او د شنبې په ورځ پای ته ورسېده.

ياده دې وي، چې افغاني غالۍ تر دې وړاندې هم د سيمې او نړۍ په کچه په بېلابېلو درجه بنديو کې ښه نوم او نښان لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version