د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، تېره اوونۍ د یاد وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ۱۵۷ زره او ۹۹۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دغه موده کې تر ټولو ډېر انتقالات د حیرتان، تورغونډۍ، آقېنې او هرات-خواف بندرونو له لارې شوي.
حقشناس زیاتوي، چې د انتقالاتو له منځه ۱۲۶ ټنه صادرات دي، چې لویه برخه یې وچې مېوې تشکیلوي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر کړي.
