د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، ډاکټر محمد نعیم کابل کې د ازبکستان له سفیر عثمان اویبېک سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامهاړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې په دې کتنه کې د ازبکستان او افغانستان د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او نورو ګڼو موضوعاتو بحث شوی او همدا راز دواړو لوریو د ګډ تفاهم پر دوام ټینګار کړی دی.
د ازبکستان له سفیر سره په کتنه کې ډاکټر محمد نعیم د افغانستان او ازبکستان اړیکې تاریخي بللې او په وینا یې چې دا مهال د اقتصادي همکاریو لپاره پراخ فرصتونه شته.
بل خوا د ازبکستان سفیر اویبېک له ډاکټر محمد نعیم سره د ټرانسافغان پروژې په اړه خپلې برنامې شریکې کړې او همداراز یې د ترمذ په غونډه کې د ډاکتر نعیم له فعال ګډون څخه مننه کړې ده.