د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر «تروث سوشال» ټولنیزې شبکې د یوه پیغام په خپرولو سره خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین «لیونی» بللی او خبرداری یې ورکړی چې د هغه کړنې به د روسیې د زوال لامل شي.

ټرمپ زیاته کړې: «پوتین د اوکراین یوه برخه خاوره نه، بلکې ټول اوکراین غواړي؛ خو که داسې وکړي، دا به د روسیې پای وي!»

نوموړي وړاندې د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې خبرې یې د هېواد په ګټه نه دي او «هر هغه څه یې چې له خولې ووځي ستونزه جوړوي.»

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې تېره ورځ روسي ځواکونو د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو پراخ هوایي بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې ۱۳ کسان ووژل شول.

د یادونې ده، چې پر اوکراین د روسيې له هوایي بریدونو وروسته د دغه هېواد ولسمشر ویلي وو، چې په دې برخه کې د امریکا چوپتیا پوتین ته لا نور جرئت ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version