دوحه کې د افغانستان سفیر، محمد سهیل شاهین د بهرنیو اړیکو په چارو کې د اندونیزیا د علماوو شوری له مرستیال، علي حسن بحر او ورسره ملو پانګوالو سره کتلي.

دوحه کې د افغانستان سفارت وایي، په دې ناسته کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې اندونیزیایي پانګوالو هیله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر وکړي او هلته په معادنو، کرنې، سیاحت او نورو سکتورونو کې د پانګونې شته فرصتونه له نږدې وګوري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version