د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس وایي، د دغه وزارت د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ له لوري د «ډیپلوماسي د اتصال شبکو» تر عنوان لاندې پنځه ورځنۍ تخصصي او علمي روزنيزه دوره ترسره شو.

د نوموړي په وینا، ياده روزنیزه د باتجربه قطري ډیپلوماټ او سفیر دکتور عمر غانم له لوري وړاندې شوه، چې پکې د معاصرې ډیپلوماسۍ بنسټیز مفاهیم، د ډیپلوماټیکو اړیکو د شبکو جوړښت او د ډیجیټلي ډیپلوماسۍ ارزښت تشریح شو.

ښاغلی تکل زیاتوي، چې د روزنیزې دورې په پای کې مسئولینو د ډيپلوماټيکو کادرونو د مسلکي روزنې پر اهميت، د تجربو د شريکولو پر ارزښت او د هېواد د بهرنۍ پاليسۍ د پياوړتيا لپاره د ورته تخصصي پروګرامونو پر دوام ټینګار کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version