‏په قزاقستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر، مفتي محمد الرحمن په دې هېواد کې د قرغزستان له سفیر داستان دوشیکیوف سره وکتل.

قزاقستان کې د افغانستان سفارت وایي، دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، په امنیت شورا کې د قرغیزستان د غړیتوب د ملاتړ او د اقلیم بدلون په برخه کې د ګډو همکاریو په تړاو خبرې وکړې.

د یاد سفارت په وینا، په پای کې دواړو لوریو پر ګډو همکاریو، دوستانه اړیکو او د یو بل پر دومداره ملاتړ ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version