اسرائیلي ورځپاڼې «یدیعوت احرونوت» راپور ورکړی، چې د اسرائیلو صادرونکو او واردونکو سوداګرو د بهرنۍ سوداګرۍ په اړیکو کې د سخت او جدي بحران خبر ورکړی دی.

ورځپاڼې د اسرائيلي رژيم د صنعت اتحادیې له قوله ويلي، چې له کلونو وروسته دا د اسرائيلو د سوداګرۍ لپاره تر ټولو اندېښمن حالت دی.

راپور زیاته کړې، چې نیمایي صادرونکو سوداګرو خپلې معاملې له لاسه ورکړي او ۷۶ سلنه د جګړې له امله سخت زیانمن شوي دي.

پر دې سربېره بيا شاوخوا ۸۴ سلنه د اروپايي ټولنې، ۳۱ سلنه د امریکا او ۵۴ سلنه نويو مشتریانو له اسرائیل سره له سوداګريزې همکارۍ انکار کړی دی.

ياده دې وي، چې پر غزې د اسرائيلي رژيم د روان يرغل له پيل وروسته د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو له دې رژيم سره د سوداګریزو اړیکو د پریکون خبر ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version