په قطر کې د افغانستان سفیر، محمد سهیل شاهین د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټیک انسټیټیوټ له رئیس ډاکټر عبدالعزیز بن محمد الحر سره کتلي.
قطر کې د افغانستان سفارت پر اېکس لیکلي، چې دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، روان سیاسي وضعیت او له افغانستان سره د قطر د ډیپلوماټیکو روزنیزو کورسونو په اړه خبرې شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، دواړو لوریو ډاډ څرګند کړی چې خپلو کې به اړیکو ته دوام ورکوي.
