کابل کې د ترکیې سفارت وايي، چې د ياد سفارت سرکنسل مراد دیکمن د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د جوزجان له والي عبدالله سرحدي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د ترکیې او افغانستان تر منځ د دوامدارو همکاریو په اړه خبرې شوي او د ترکیې سرکنسل ویلي، هېواد به يې ډېر ژر په جوزجان ولایت کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید ستره فابریکه جوړه کړي.
له بلې خوا د جوزجان والي له ترکیې څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه کړې چې په روغتیایي برخه کې خپلې مرستې او همکارۍ لا ډېرې کړي.
