اندونیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست، مولوي سعد الله بلوچ دې هېواد کې د هند له سفیر سندیپ چکرورتي سره کتلي.

اندونیزیا کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دې لیدنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اقتصادي او فرهنګي اړیکو خبرې کړي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې دواړو لوریو د سیمې پر روانو حالاتو خبرې کړي او د نوي ډیلي او کابل ترمنځ یې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version