د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مخکښ غړي حافظ عبدالسلام عارف د بې رحمانه شهادت له امله خواشیني ښودلې ده.

ښاغلي مجاهد، د نوموړي د شهادت له کبله د شهید کورنۍ، یاد ګوند او د پاکستان خلکو ته تسلیت ویلی دی.

حافظ عبدالسلام عارف تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په چهارسدې ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې ژوند له لاسه ورکړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version