د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، روان ۱۴۰۴ ه.ش کال په ټول هېواد کې شاوخوا ۴.۵۴ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، ۴.۱۳ میلیونه مټریک ټنه اوبیز او ۴۰۴ زره مټریک ټنه للمي غنم دي.
تر ټولو ډېر غنم په هلمند، کندوز، هرات، کندهار او فراه ولایتونو کې تولید شوي، خو د وچکالۍ او د بارانونو د کموالي له امله د غنمو کرنیزه ساحه د تېر کال په پرتله راکمه شوې ده.
د احصایي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې سږ کال هېواد کې شاوخوا ۶.۸۷ میلیونه مټریک ټنو غنمو ته اړتیا وه، خو د تولید له مخې ۲.۳۳ میلیونه مټریک ټنه کموالی لیدل کېږي.
