د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف له لوري د سلطان محمود غزنوي په اړه له سپکاوي ډکو خبرو ته توند غبرګون ښودلی.

ښاغلي فطرت ويلي« د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له یوه پاکستاني چینل سره په خبرو کې ويلي چې سلطان محمود غزنوي (رحمه الله علیه) هندوستان ته د لوټ تالان لپاره تګ او راتګ کاوه او ګواکې خواجه آصف سلطان محمود غزنوي کوم قهرمان نه مني،د افغانستان اسلامي امارت د خواجه آصف دغه بې مسئولیته خبرې په کلکه ردوي او دا له تاریخي واقعیتونو څخه د خواجه آصف ناخبري بولي».

ښاغلي فطرت همدا راز ويلي سلطان محمود غزنوي د مسلمانانو د ژغورنې لپاره هند او نورو سيمو ته تللی وو، او د پاکستان د دفاع وزیر په کچه د شخص دومره له حقائقو څخه ناخبري یې د تاسف وړ بللې ده.

همدا راز ښاغلی فطرت زياتوي چې« یو پاکستانی مسئول په داسې حال کې د سلطان محمود غزنوي په اړه ګستاخانه څرګندونې کوي چې د همدې هېواد په دفاعي میزائیلو باندې د محمود غزنوي نوم ايښودل شوی».

د يادونې وړ ده چې پاکستاني سياستوالو تر دې وړاندې هم څو څو ځلې د اسلام او افغان تاريخ د وياړونو څېرو‌ په اړه ورته خبرې کړي، چې هر ځل د افغان مشرانو له توند غبرګون سره مخ شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version