د عدلیې وزارت وایي، د محاکمو جزايي اصولنامه د افغان حکومت د مشرتابه له لوري له توشیح کېدو وروسته په رسمي جریده کې خپره شوه.

په یاده اصولنامه کې یوه مقدمه، درې بابونه، لس فصلونه او ۱۱۹ مادې شاملې دي، چې د هېواد په محاکمو کې به تطبیقېږي.

د معلوماتو له مخې، په دې اصولنامه کې د تعزیر د تطبیق اصول، مرتبې او ډولونه، د تعزیر مستحقین او اړوند حکمونه، په اسنادو کې د جعل او تزویر کوونکو، په توکو کې فساد کوونکو او له اجازه‌لیک پرته د فعالیت کوونکو تعزیري حکمونه، د مخدره موادو د کرنې، تجارت او انتقال اړوند تعزیرات او د دغو موادو اړوند نور حکمونه بیان شوي دي.

عدلیې وزارت ویلي، هېوادوال کولای شي د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او برښنایي بڼه یې د وزارت له ویب‌پاڼې څخه ترلاسه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version