ارګ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د رییسالوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د وزیرانو شورا ۱۹مه غونډه ترسره شوه.
د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د اقینې-اندخوی اوسپنې پټلۍ د دویم فاز پر مسیر د ځمکو د استملاک او همدارنګه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ځمکو د وېش په اړه بحث شوی دی.
همدارنګه د هېواد د اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو په تړاو هم خبرې شوې او اړینې پرېکړې شوې دي.
