د ۲۰۵ البدر قول اردو مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په فضا ګرځېدونکې الوتکې د دفاع وزارت اړوند د افغان هوايي ځواک دي او هېوادوال دې په دې اړه اندېښنه نه کوي.

قول اردو ويلي، افغان هوایي ځواک نن پنجشنبه د کندهار په پنجوایي ولسولۍ کې د هليکوپټرو او هندۍ الوتکو پر مټ تمرينات ترسره کوي.

ياده دې وي، چې افغان هوايي ځواک په وروستيو کې د نويو الوتکو له ترميم وروسته او په ځينو نورو حالاتو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې تمرينات ترسره کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version