د تاریخ په اوږدو کې د افغان ملت دښمنان همېشه په بېلابېلو څېرو، بڼو او جامو کې را څرګند شوي دي. هغوی د دې آزاد، باعزته او مجاهد ملت د ماتولو لپاره بېلابېلې لارې آزمویلې دي؛ له اوږدمهالو پوځي جګړو نیولې، تر فکري، فرهنګي او تبلیغاتي یرغلونو پورې یې له هېڅ لارې درېغ نه ده کړی؛ خو هر ځل د افغان ولس غښتلي ایمان او نه ماتېدونکې ارادې دښمن په ځمکه را څملولی او شرمولی دی.
د افغانستان د دښمنانو دا هڅې په دوامداره توګه روانې دي، د جمهوریت له ړنګېدو وروسته په ځلونو ځلونو داسې هڅې شوې دي. دښمن د ورځنیو حالاتو او پېښو په اړه د دروغو تبلیغات او جعلي ادعاوې د وسیلې په توګه کاروي او کارولې یې دي.
د خلیل الله خلیلي د مقبرې ویجاړولو موضوع هم د همدې جعلي تبلیغاتو او دروغو یوه بېلګه ده چې په تېرو ورځو کې د افغانستان د ملت او حکومت د دښمنو رسنیو له خوا په پراخه کچه خپره شوې. همدارنګه پخوانیو تښتېدلو سیاستوالو هم دې موضوع ته په مجازي نړۍ او ټولنیزو شبکو کې پراخ انعکاس ورکړ.
دا بې بنسټه خبر لومړی د «افغانستان انټرنېشنل» بدنامې شبکې له لورې خپور شو. وروسته یې نورو هغو رسنیو ته د تبلیغاتو مواد برابر کړل چې د افغانستان په نوم د دښمنانو په ګټه فعالیت کوي. هرې یوې یې د دروغو دا پېښه وغندله او د افغانستان د نوي حکومت د چارواکو په اړه یې بې شمېره خبرې او تورونه مطرح کړل.
وروسته له دې چې حقیقت څرګند شو، یو شمېر مخالفو خبریالانو او رسنیو د دې دروغو خپرولو په وجه له خپلو لیدونکو څخه بښنه وغوښته، خو «افغانستان انټرنېشنل» او ځینو نورو بیا پر خپلو پخوانيو دروغو او دریځ ټینګ پاتې شول. نوې ادعا یې دا وکړه چې ګواکې اسلامي امارت د رسنیو تر فشار وروسته مجبور شوی چې د خلیلي د قبر ډبره بېرته ورغوي! دا له منطق څخه لیرې ادعا هم ډیره ژر دروغ ثابته شوه، ځکه چې له نږدې څخه اخیستل شویو انځورونو او ویډیوګانو وښوده د خلیلي د قبر ډبره نوې نه بلکې هماغه پخوانۍ ده. دا ادعا هم د افغان ملت د دښمنانو د نورو تبلیغاتي دروغو په څېر له حکومت سره د کینې، بدنامولو او د دښمنانو د شومو موخو د پلي کولو یوه بله هڅه وه.
اوس دا پوښتنه را پورته کېږي چې ولې دا ډول خندوونکي دروغ، بې بنسټه اوازې او افواهات د هغو رسنیو له لوري خپرېږي چې د بهرنیو کړیو له لوري کنټرولېږي؟ او ولې د پخواني رژیم تښتېدلي سیاستوال هم دې ډول ته انعکاس ورکوي؟ د دوی اصلي موخه څه ده؟ د دې کارونو تر شاه انګېزه څه ده؟ په دې اړه به په لیکنه کې پوښتنو ته ځواب ووایو.
له شک پرته د قومي، ژبنيو او فرهنګي اختلافاتو راپورته کول یوه پخوانۍ او زړه دسیسه ده. دا چل او دوکه نه یوازې د نوي حکومت له راتګ وروسته، بلکې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې هم د افغانانو د مثالي ملي یووالي د کمزوري کولو لپاره کارېده. بهرنیانو او د هغوی کورنيو اجیرانو د دې تورو پلانونو د پلي کولو لپاره پراخې مالي او تبلیغاتي منابع لګولې.
نن هم هېواد پلورونکو رسنیو او تښتېدليو سیاستوالو د خپلو بادارانو په پله پل اېښی. دوی هر ډول دروغ او جعلي خبر د قومي او ژبنۍ پاشلتیا د رامنځته کولو لپاره کاروي، ترڅو د افغانانو ترمنځ کرکه خپره کړي او له دې لارې یو ځل بیا د دې ملت برخلیک ولوټي.
خو دا ملت چې د خپل تاریخ په اوږدو کې یې هېڅکله د اشغالګرو پر وړاندې سر نه ده ټیټ کړی او په وړاندې یې درېدلي، اوس هم د پردیپالو اجیرانو د شومو نقشو پر وړاندې ماتې نه مني او هېڅکله به اجازه ورنکړي چې د دښمنانو دا باطل خوبونه په حقیقت بدل شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.