لیکوال: مرتضی جعفري

د تاجکستان حکومت چې پخوا یې د افغان حکومت د ځینو مخالفینو، لکه مقاومت جبهې کوربه توب کاوه، اوس د دې ډلو د نه کوربه توب په ژمنې سره ښودلې چې خپلې ملي ګټې له کابل سره په تعامل کې ویني. د دریځ دا بدلون د مجازي او تش په نوم مقاومت اعتبار او مقام ته سخته ضربه ده.

تاجکستان تر دې مخکې د سیمې له محدودو هېوادونو څخه و چې د افغانستان له حکومت سره یې مخالفت درلوده، اوس یې د افغانستان د یوه چارواکي په رسمي ور بللو ثابته کړې چې له خپلو پخوانیو دریځونو څخه په شا کېږي. دا بدلون د بهر مېشتو مخالفو ډلو لپاره جدي اندیښنې پیدا کړې دي.

تاجکستان ته د بلخ والي محمد یوسف وفا رسمي سفر د کابل او دوشنبې په اړیکو کې یو مهم ټکی ګڼل کېږي. دا سفر نه یوازې د دیپلوماټیک تعامل څرګندونه کوي، بلکې د افغانستان د حکومت په اړه د تاجکستان د پالیسۍ د بدلون نښه هم ده.

د تاجکستان د استخباراتو له وزیر او د دغه هېواد د علماوو شورا له رئیس سره د وفا لیدنه، له یوه سیاسي لیدنې څخه ور هاخوا، کلتوري او امنیتي پیغامونه لري. تاجک علماوو ته د افغانستان د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قوانینو د نسخو وړاندې کول، کولای شي د تاجکستان په دیني جوړښت کې د کابل د نرم نفوذ زمینه برابره کړي.

دا بدلون د مجازي مقاومت جبهو د ضعف او ناتوانۍ مستقیمه نتیجه ده. د افغانستان حکومت په هېواد کې د بغاوت کوونکو په ځپلو سره وتوانیده چې سیاسي فضا ثابته کړي او په بهر کې هم په فعاله دیپلوماسۍ پر مخالفینو د فشار کړۍ لا پسې تنګه کړي.

د افغان حکومت د مخالفو جبهو کمزورې او بې برنامې کړنې، په ځانګړې توګه په رسنیزه او پوځي برخه کې د دې لامل شوې دي چې د سیمې هېوادونه د هغوی له پټ یا ښکاره ملاتړ څخه لاس واخلي او د افغانستان له مرکزي حکومت سره تعامل ته مخه کړي.

همدارنګه د یوه منسجم مرکزي حکومت شتون، یوه قومانده او له نړۍوالو واقعیتونو سره د همغږې پالیسۍ جوړول د دې لامل شوې ده چې د افغانستان حکومت په سیمه کې د یوه فعال حکومت په توګه ومنل شي.

د افغانستان له حکومت سره د روسیې او منځنۍ آسیا د هېوادونو لیوالتیا د تاجکستان په چلند کې د بدلون راوستلو مهم رول لوبولی دی. د دوشنبې حکومت نه غواړي چې د تعامل غوښتونکو له کاروان څخه وروسته پاتې شي او خپل دیپلوماټیک او اقتصادي فرصتونه له لاسه ورکړي. د محمد یوسف وفا سفر په حقیقت کې د افغانستان لپاره یوه دیپلوماټیکه بریا او په بهر کې د مخالفینو د انزوا نښه ده.

تاجکستان په ښه توګه درک کړې ده چې پر بې صلاحیته مقاومت تکیه کول، نه یوازې ګټه نه ورته لري، بلکې د سیاسي او اقتصادي فرصتونو د له لاسه ورکولو لامل کېږي. نړۍ او په ځانګړې توګه ګاونډي هېوادونه، د افغانستان د سیاسي واقعیتونو له منلو پرته بله چاره نه لري.

د افغانستان له حکومت سره د تاجکستان تعامل، یو تصادفي پېښه نه، بلکې د یوه سیاسي او امنیتي بهیر نتیجه ده چې د مخالفینو له کمزورۍ او د مرکزي حکومت له انسجام څخه سرچینه اخلي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version