افغان ځواکونو نن پنجشنبه د پکتیکا تروې ولسوالۍ بخشي کلي کې پر فرضي کرښه د پاکستاني ملېشو پر یوې قرارګاه د هاوان مرمۍ توغولي.
ځایي سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې د هاوان توغول شوې مرمۍ پر خپل هدف لګېدلي، چې په ترڅ کې یې څلور پاکستاني ملېشې هلاک او پنځه نور ټپیان شوي دې.
د سرچینو په وینا، د یادو پاکستاني ملېشو جسدونه له پوځې مرکز څخه د «قمرالدین» سیمې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د رسېدلو معلوماتو له مخې، یاد برید د پاکستاني ملېشو له لوري د فرضي کرښې دې غاړې ته پر ملکي سیمو د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوی دی.
