په بهر کې مېشتو یو شمېر افغان متخصصینو ډاکټرانو د ریاست الوزراء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره لیدلي دي او یادو ډاکټرانو ویلي، چې په بهر کې مېشت ډېر افغان متخصص ډاکټران هېواد ته د ستنېدو لېواله دي.

له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د رياست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي له پروفيسور ډاکتر احمد ضيا، پروفيسور ډاکټر نجيب الله، پروفيسور ډاکټر مشتاق احمد او ډاکټر محمد کمال تڼي سره لیدلي دي.: «لومړی هغوی په هېواد کې په سرتاسري امنیت خوښي وښوده او ویې ويل، په بهر کې مېشت ډېر شمېر افغان ډاکټران او متخصصين بېرته هېواد ته د ستنېدو او افغانانو ته د خدمت غوښتونکي دي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، یادو ډاکټرانو ویلي، هیله لري چې د اسلامي امارت په هر اړخيز ملاتړ د يو ځانگړي پروگرام له لارې په هېواد کې معياري روغتيايي خدمتونه وړاندې کړو چې په مختلفو کچو د افغان ملت اړتياوو ته ځواب ويونکي وي او د صعب العلاج ناروغيو درملنه په هېواد کې دننه وشي.:«د اسلامي امارت له مشرتابه غواړو ترڅو په کور دننه او بهر له شته ظرفيتونو څخه په گټه اخیستنې، روغتونونو او روغتيايي مرکزونو ته د پرمختللو طبي تجهيزاتو برابرولو او د يو پراخ او سټنډرډ روغتيايي سيستم جوړولو ته چې ټول متخصصين وکولی شي خپلې علمي تجربې او معلومات پکې عملي کړي، جدي پاملرنه وکړي.»

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په بهر کې مېشتو افغان ډاکټرانو ته ویلي، چې د افغانستان روغتيايي سکتور پياوړتيا ته اړتيا لري چې د ډاکټرانو او متخصصينو په همکارۍ دغه کار امکان لري.: «اسلامي امارت د روغتيايي خدمتونو د کيفيت لوړولو، روغتونونو او کلینیکونو ته د لازمو تجهيزاتو برابرولو او د ډاکټرانو او متخصصينو د ظرفيت لوړولو لپاره پياوړې او ټينگه اراده لري او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.»

نوموړي ویلي، اسلامي امارت د روغتيا په مختلفو برخو کې د کميو او اړتياوو نښه کولو او لمنځه وړلو په لټه کې دی او له ټولو ډاکټرانو او متخصصينو غواړي په دې برخه کې همکاري وکړي.

که څه هم د کابل په گډون د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو شمېر مجهز روغتونونه جوړ شوي؛ خو لا هم گڼ افغان ناروغان گاونډیو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version