د عامې روغتیا وزارت د لاسونو پاکوالي نړیواله ورځ “پاک لاسونه ژوند ژغوري” تر شعار لاندې نمانځلې او له خلکو یې غوښتي، چې خپل لاسونه پرېمینځي.

د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني ویلي، پاکوالی د ایمان برخه ده او د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې یې په صابون د لاسونو مینځل اړین بللې.

نوموړي ویلي، پاکوالي ته پاملرنه او په ځانگړي ډول د لاسونو مینځل گڼې اسلامي، اقتصادي او طبي گټي لري او له خلکو یې وغوښتل، چې په ورځ کې څو ځلې خپل لاسونه په صابون پرېمينځي.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس، ډاکټر احمد سیر پاڅون په یاده غونډه کې ویلي، لاسونه د ناروغیو په لېږد کې اړین رول لري او کولی شي د ناروغ کس څخه روغ کس ته د انتاني او کوویډ ۱۹ ناروغیو سربېره گڼې نورې ساري او ویروسي ناروغۍ انتقال کړي، چې په همدې موخه یې پاکوالي ته پاملرنه اړینه ده.

نوموړي زیاته کړه، د لاسونو پاکوالي ته د پاملرنې په مرسته کولی شو د مړینو او ناروغیو کچه راکمه او د ساري ناروغیو د انتقال مخنیوی وکړو.

په دغه غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي احمد جار زیار وویل، پوهنې وزارت باید د ښوونځیو په سیستمونو کې د لاسونو مینځلو موضوع ور زیاته کړي او ماشومان وپوهوي چې تشناب له تللو وروسته خپل لاسونه په صابون پرېمینځي.

په ټوله نړۍ کې د مې میاشتې پینځمه د لاس مینځلو نړیواله ورځ نمانځل کېږي؛ خو د عامې روغتیا وزارت له لوري دغه ورځ پرون ونمانځل شوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version