د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر «افغانستان کې پانګونې ته بلنه» تر عنوان لاندې لوی کنفرانس ته په خپلو خبرو کې ويلي چې د راستنېدونکو صنعتکاران او سوداګر د کارکوونکو له مالیې پرته له نورو مالیاتو څخه د پنځو کلونو لپاره معاف دي، وارداتي ماشین الات او وسایل يې له ګمرکي محصول څخه معاف دي، همدا رنګه د هغوی فني بهرنیو کارکوونکو او انجنیرانو ته دوه کلني ویزې ورکول کیږي.