د اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د نورو سکتورونو ترڅنګ کرنې برخې ته د پاملرنې له کبله سږ کال د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه زیات شوي او په مجموعي ډول ۴.۹ ميليونه مټريک ټنه غنم راټول شوي چې تر ډېره کچه به په کور دننه اړتيا پوره کړي.

اقتصادي معاونیت په خپره شوې خبرپاڼه کې وايي د غنمو حاصلاتو د زیاتوالي لامل د بزګرانو لپاره د ۷۰ زره اصلاح شويو تخمونو وېش، د کرنيزو کانالونو جوړول او بيارغونه، د کيمياوي سرو وېش، د کوچنيو بندونو جوړول، د کوکنارو د کښت منع کول او د بديل په توګه د غنمو کښت، د غنمو د قاچاق مخنیوی او د بزګرانو څخه په مناسبه بیه د اضافي غنمو اخیستل دي.

د يادونې وړ ده چې په دې‌ وروستيو کې د چين، ازبکستان، او ترکمنستان په ګډون له ځينو نورو هېوادونو سره د افغانستان د کرنيز سيستم په معياري کولو، د کرنيزو فرصتونو په رامنځته کولو او د کرنې برخه کې د مسلکي کسانو د روزلو په موخه په لوړه کچه ستر تړونونه لاسليک شول، چې د کرنې برخې متخصصينو په وينا د افغانستان په کرنيز سيستم به مستقيمه مثبته اغېزه ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version